د ټاکنو پایلې باید اعلان شي!

ټاکل شوې وه،چې د دویم پړاو ولسمشیزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د روانې چنګاښ میاشتې پردولسمه د ټاکنو د خپلواک کمیسون له اړخه په رسمي ډول اعلان شي،خو دغه کمیسون په دې پلمه چې د ټاکنو د یو شمېرشکمنو رایو څېړنه یې په مخکې ده،د دغو پایلو له اعلانه ډډه وکړه او ویې ویل لومړنۍ پایلې به د چنګاښ پرشپاړسمه نیټه یانې نن اعلانوي. له هغه څخه وروسته اوس داسې اوازې دي،چې ګواکې د ټاکنو خپلواک کمیسون د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیزټیم په فشار نن هم د دغو پایلو له اعلان څخه د ځان خلاصونې هڅه کوي. د ټاکنو خپلواک کمیسون،چې د لومړي پړاو ټاکنو تر ترسره کیدو وروسته یې د ټاکنو قسمي پایلې هم د لومړنیو پایلو تراعلان د مخه په درېیو پړاوونو کې اعلان کړې وې،د دویم پړاو ټاکنو له ترسره کیدو څخه وروسته یې قسمي پایلې تراوسه یو مخ هیڅ اعلان نه کړې،ان د لومړنیو پایلو اعلان یې هم لا وځنډاوه. دا کار په ښکاره د دې ښودونکی دی،چې یاد شوی کمیسون د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیز ټیم تراغېزلاندې راغلی او د قوانینو د عملي کولو پرځای چې ولس یې کلکه غوښتنه لري،دغه کمیسون د ځانګړو ډلو ټپلو د فرمایش او سلیقو مطابق کارکول غواړي. دا ادعا ځکه کیږي،چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم مشر ډاکټرعبدالله ترنورو نوماندانو د زیاتو رایو ګټونکی اعلان شو او هغه مهال د دویم ډېررایه ګټونکي ټیم(بدلون او دوام)دې غوښتنې ته هیڅ پاملرنه نه کیده،چې د قسمي پایلو له اعلانه دې ډډه وشي. هغه مهال د کمیسون ټینګار پردې و،چې دوی د خپل ټاکنیزتقویم او مهالوېش مطابق مخته ځي او نوماندان یې باید پریکړو ته درناوی وکړي. له دې خبرې څخه وروسته د بدلون او دوام ټیم مشرډاکټراشرف غني احمدزي اعلان وکړ،چې د کمیسون پریکړو ته درناوی لري. له هغې څخه وروسته چې دویم پړاو ټاکنې ترسره شوې او په ډېرودلایلو یې دبدلون او دوام ټيم ګټونکی ښکاري،د ټاکنو خپلواک کمیسون د بایلونکي ټيم(اصلاحاتو او همپالنې)تر اغېزې او فشار لاندې ځپل شوی ښکاري. ځکه کمیسون دا ځل قسمي پایلې یو مخ اعلان نه کړې،لومړنۍ پایلې یې څو ورځې وځنډولې او اوس دا اندیښنه شته،چې ممکن په دویمه نېټه وعده شوې لومړنۍ پایلې هم اعلان نه کړي. د ټاکنو د خپلواک کمیسون دې فشارځپلي دریځ دا ځل د ډاکټراشرف غني په مشرۍ د بدلون او دوام حوصله مند او خاموش ټیم هم دولس د لویې برخې په شان پارولی او پرون ولیدل شول،چې د بدلون او دوام ټیم رهبر ډاکټراشرف غني چې زر به ممکن د نوي ولسمشرپه توګه کارپیل کړي،د ټاکنو د لومړنیو پایلو د زر اعلان غوښتنې ته اړویست. ښاغلي غني او ورپسې په یوه بله پراخه غونډه کې د ده د ټیم یوه مهم غړي احمدضیا مسعود خبرداری ورکړ،چې د ټاکنو د پایلو ځنډ نه زغمي او نوره حوصله نه ده ورپاتې. د بدلون او دوام ټيم دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی،چې د دوی مخالف ټيم د ډاکټرعبدالله په مشرۍ لکه چې لیدل شوي،بیا بیا د ټاکنو د پایلو په تړاو مختلفې پلمې را مخته کړي او هڅه یې کړې،چې حالات ناندریز او پخپله اصطلاح بحران ته خبره بوځي. خو له حالاتو داسې ښکاري،چې نور دغه ټیم خپل دې هدف ته د کار کولو هیڅ چانس او فرصت نه لري او ولس له لوی اکثریت سره نه شي زغملای،چې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان نور ځنډ شي. د بدلون او دوام ټاکنیزټیم چې دا ځل یې له زیاتو رایو سره د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي،کیدای شي نور د ټاکنو خپلواک کمیسون د فشارځپلو هڅو پروړاندې چوپه خوله پاتې شي. له دې کبله په کارده،چې د ټاکنو خپلواک کمیسون نن له کومې پلمې او فشار منلو پرته د ټاکنو لومړنۍ پایلې نن اعلان کړي. که داسې ونه شي،په ولس کې د هېواد د برخلیک په اړه موجودې شدیدې اندیښنې به دوام او ټکنی شوی اقتصادي او سیاسي حالات به لا نور وځپل شي.