د ټاکنو په ورځ د خبریالانو مسولیتونه

لیکنه/ هدایت شاه ( هدایت)

۱ـ داچې ټاکنې یوه ملي پروسه ده، نو هر خبریال باید د ټاکنو په ورځ د رپوټ ورکونې پر مهال داسې رپوټونه وړاندې کړي، چې له امله یې خلک ټاکنوته وهڅیږي.

۲ـ رسنۍ باید هر ساعت له ټاکنیزو محلونو تازه مالومات له ولس سره شریک کړي.

۳ـ که د ټاکنو په ورځ کومه امنیتي پېښه رامنځته کیږي، نو خبریال یې باید د ټاکنو د پروسې تر پای ته رسېدو پورې خپور نه کړي؛ ځکه دا کار خلک له رایه ورکونې څخه زړه توري کوي.

۵ـ خبریالان باید له ځانه سره د رسنیو باور لیکونه ولري، ترڅو په ډاډه زړه له ټاکنیزو محلونو مالومات ترلاسه او له ولس سره یې شریکې کړي.

۶ـ نارینه خبریال حق نه لري، چې له ښځینه محل نه انځور یا ویډیو واخلي، دا یواځې د ښځینه خبریالې کار دی.

۷ـ خبریال ددې حق نه لري، چې له چا نه پوښتنه وکړي، چې چاته یې رایه ورکړه؛ ځکه دا یوه سري او پټه مسله ده.

۸ـ  خبریال دا حق نه لري، چې د یو چا له رایه پاڼې داسې انځور واخلي، چې پکې دا ښکاره شي چې رایه ورکوونکي چاته رایه ورکړه.

۹ـ  خبریال باید په پوره او بشپړه توګه بې پرې اوسي او د هېڅ نوماند په ګټه دې کار نه کوي.