چهارشنبه , 15 مې 2024

د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو نیټه نن پای ته رسیږي

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلانیدو وروسته د شکایتونو د ثبت درې ورځنۍ نیټه نن پای ته رسیږي .

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یو غړی قطب الدین رویدار وایي چې ښايي د شکایتونو شمېر تر لسو زرو واوړي. د هغه په وینا ډیری  دا شکایتونه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات اوهمپالنې ټیم ثبت کړي، چې ورسته به یې په اړه څیړنې پیل او رسېدنه به ورته کیږي .

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې یکشنبه اعلان شوې چې له مخې یې اشرف غني لومړی او عبدالله عبدالله په دویم مقام کې راغی. عبدالله عبدالله او ځینو نورو کاندیدانو دا پایلې له درغلیو ډکې وبللې او ویې ویل چې د شکایتونو کمېسیون دې د دوی شکایتونو ته رسېدګي وکړي.

د ولسمشر غني په مشرۍ دولت جوړونکې ډله وايي چې دوی هم شکایتونه ثبت کړي او ادعا کوي چې د رایو کچه به یې د شکایتونو له څېړلو وروسته لا پسې پورته لاړه شي.