د ټاکنیزو شکایتونو څېړل په ټاکلې موده کې نه بشپړېږي

دوایي، قانون د شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی چې شکایتونه وڅیړي او د راتلونکې دوشنبې په ورځ دغه څېړنیز بهیر پای ته ورسیږي خو ښایي دا پروسه په ټاکلي وخت پای ونه مومي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په وینا، یو شمیر ولایتونو کې د ثبت شویو شکایتونو د شمېر د زیاتوالي له امله د څیړنو چارې ځنډېدلې دي. د دغه کمېسیون یوې ویاندې زرمینې کاکړ ویلي ، د شکایتونو زیات حجم د دې لامل شوی چې په ولایتونو کې د شکایتونو د څېړنې بهیر له ځنډ سره مخ شي. د ټا کنو د مهالویش پر اساس، د شکایتونو د ثبتولو بهیر د روانې جدې میاشتې په څلورمه نیټه پای ته ورسېد خو د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفترونو ۱۵ ورځې وخت درلود تر څو شکایتونه وڅیړي او په اړه یې پریکړه وکړي. د کمېسیون معلومات ښيي، چې د شکایتونو د څیړلو په نتیجه کې د څو ولایتونو د ۸۷۰ محلونو رایې بیاشمیرنې او څېړنې ته اړتیا لري. تر دې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو شمېر غړیو ویلي وو، چې ښایي د شکایتونو څېړل د ټاکنو پر وروستیو پایلو اغېز ولري.