د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپلې پرېکړې ټاکنو کمېسیون ته وسپارلې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، د ټکنیزو شکایتونو له لورې د عملیاي پلان د جوړولو په اړه پرېکړې ورته سپارل شوي دي د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات رسنیو ته ویلي چې دوی به له دې وروسته د دغو پریکړو په اړه د تحلیل او تجزیي په موخه کار وکړي ترڅو د هغو محلونو د رایو بیا شمېرنې ته عملیاتي پلان جوړ کړي چې تر نیوکو لاندې دي. په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار یو شمیر بنسټونه وایي چې دواړه کمېسیونونه باید په همغږۍ څومره ژر چې کیدای شي د دغه بهیر د لا چټکتیا په پار کار وکړي.