د ټاکنیزو ناندریو حل او د ملګروملتونو ونډه!

لیکنه: ارشاد رغاند

له څو ورځو راهیسې د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د اعلانیدونکو پایلو د نارضایتیو د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو د ونډې د لوبولو غوښتنه شوې،چې ولسمشرکرزي هم ورسره خپله موافقه ښودلې ده.

خو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسون دغه هڅه بې پایلې ګڼلې او ویلي،چې ملګري ملتونه د ټاکنیزو کمیسونونو په موجودیت کې د دغه کار قانوني اجازه نه لري.

 له غوښتنې څخه ترواقعیتونو پورې:

د ولسمشریزو ټاکنو په مسئله کې د ملګرو ملتونو د ونډې لوبولو غوښتنه د ولسمشرۍ د دویم پړاو یوه برخوال نوماند ډاکټرعبدالله عبدالله د دغو ټاکنو له ترسره کیدو څخه وروسته کړې ده.

ښاغلي عبدالله د خپلې دغې غوښتنې سبب دا ګڼلی،چې په ادعا يې افغان حکومت او خپله شخصاً ولسمشرکرزی په ټاکنو کې بې پلوه نه و او دی یې د ټاکنو په تړاو له راتلونکو اقداماتو څخه هم ډاډمن نه دی.

د ولسمشرۍ دغه نوماند دغه راز پرټاکنیزو کمیسونونو د خپل اعتبار ختمیدو خبره هم کړې او له دغو کمیسونونو سره یې د خپلو اړیکو بایکاټ اعلان کړی.

د ښاغلي عبدالله په غوښتنو کې یوه دا وه،چې د ټاکنو د خپلواک کمیسون د دارالاانشا رېس ضیاالحق امرخېل دې له خپلې دندې ګوښه یا یې دنده وځنډول شي.

هغه دغه راز په ټاکنو کې خپل مخالف کاندید ډاکټراشرف غني احمدزی په پراخو درغلیو تورن کړی،خو د ښاغلي غني په مشرۍ د بدلون او دوام ټاکنیزټيم دغه ادعاوې او غوښتنې رد کړي دي.

د ښاغلي عبدالله غوښتنو ته که د واقعیتونو له مخې نظروشي،له واقعیتونو سره په ټکرکې ښکاري.

ځکه ده او ټاکنیزټيم یې د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د رایه اچونې په ماښام او بیا څوځلې نورهم د مختلفو رسنیو او خبري کنفرانسونو له لارې ټاکنې ښې،د قناعت وړ او پخپله ګټه وګنلې.

دغه راز د ټاکنیزو کمیسونونو د بې اعتباره ګڼلو،د یوه ټاکنیزچارواکي د ګوښه کیدو او ورته نورو برخو کې هم د ښاغلي عبدالله غوښتنې ترمنطقي او واقعي غوښتنو ډېر د ده پرسلیقو او شخصي فرمایشاتو ولاړ دي.

ناتعریف شوی او بې ضرورته رول:

که څه هم ولسمشرکرزي د ډاکټرعبدالله په غوښتنه د ټاکنو په اړوند د هغه د قناعت برابرولو په مسئله کې د ملګرو ملتونو د رول لوبولو د غوښتنې هرکلی کړی دی،خو دغه غوښتنه ترډېره حده بې ضرورته ښکاري.

په ضرورته په دې،چې د افغانستان شرایط خدای مه کړه داسې بحراني او د اندیښنې وړ نه دي،چې په کورنۍ کچه د کنټرول وړ نه وي او بهرنۍ  یا نړیوالې مداخلې ته اړتیا پکې پېښه شي.

د افغانستان شرایط سمدستي په دې حد دي،چې افغان دولت،ملي امنیتي ځواکونه او سیاسي قوتونه یې د هرډول ادعا کیدونکو ستونزو او بحران د ځپلو وړتیا،کنټرول او د حل ظرفیت لري.

له دې سره په خوا کې د ملګرو ملتونو د رول لوبولو غوښتنه او له دغې غوښتنې څخه هرکلی تراوسه پورې یو ناتعریف شوی او ترنیوکو او اندیښنو لاندې عمل دی.

د افغانستان ددولت ترڅنګ ناراض ولسمشریز نوماند او همدا شان ملګرو ملتونو ته په کارده،چې د افغانستان قوانینو،عیني او ذهني شرایطو او ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره د ټاکنو خپلواک او د شکایتونو کمیسون ته د خپلو قانوني اقداماتو او واکونو د عملي کولو چانس ورکړي او له حقونو او مسولیتونو څخه یې ملاتړ وکړي.