د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه الوتنو ته چمتو دي

د دې وزارت استازو ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، چې په روان کې شاوخوا ۵۶۰ کورني او بهرني پروازونه د کابل، کندهار، هرات او مزار شریف له هوايي ډګرونو څخه ترسره شوي دي او دغه راز ۲۶۰۰ ټنه بېلابېل توکي هم په دې موده کې د هوايي دهلزونو له لارې انتقال شوي دي.