د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې له هغه سره خپلې اړیکې ښې بللي، خو په عین حال کې یې د طنز په ژبه هغه ته ویلي، چې د امریکا د ولسمشرۍ په را روانو ټاکنو کې دې لاسوهنه نه کوي.
دواړو مشرانو نن د جاپان په اوساکا ښار کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل او یو نیم ساعت خبرې یې وکړې.
ټرمپ او پوتین په تېر یوه کال کې د لومړي ځل لپاره او په داسې حال کې سره ګوري چې د دواړو هېوادونو اړیکې د نړیوالو او دوه اړخیزو مسایلو پر سر ترینګلي شوي.
پوتین ویلي، دا لیدنه د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخېز ډیالوګ د دوام لپاره یو ډېر ښه فرصت دی. هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ځینې مسایل شته چې باید بحث پرې وشي.
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ټرمپ او پوتین د امریکا او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو، د ایران، سوریې او ونزویلا د اړوندو مسایلو او همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسلو د کنټرول په اړه خبرې وکړې.