چهارشنبه , 15 مې 2024

د ټمبلۍ څخه د خلاصون لپاره ۴ لارې

منيب الرحمان رحماني

په موږ ټولو داسې وخت راغلی چې صرف غواړو وخورو، وڅښو او د هر څه څخه خپل لاس ټول کړو، خو ځینې خلک بيا‌ دا ډېر زيات کوي، که‌ د ټمبلۍ څخه خلاصون غواړئ نو نوي عادتونه، نوي شيان بايد حتماً تجربه کړئ.

البته د ټمبلۍ په هکله بايد‌ ځینو ټکو ته پام وشي، چې د ټمبلۍ د سرچینې په ټاکلو کې مرسته کوي، دا ټمبلي بايد وڅارل شي چې کوم فزيکي کار سره اړيکه لري يا‌ هسې مدام‌ موجوده وي، که بېدون د کوم فزیکي فعالیت څخه هم ستړي او ټمبل وئ زر ستړي کېږئ نو کېدای شي د وينې ستونزه ولرئ او اکسېجن مو په وينه کې کم وي يا هم کومه بله صحي ستونزه ولرئ، په دې صورت کې بايد ډاکټر ته مراجعه وکړئ او لازم معاينات ترسره کړئ.

ساينس پوهان د‌ ټمبلۍ څخه د خلاصون لپاره ځينې لارې چارې په‌ ګوته کوي، که چېرې دا وکړل شي نو د ټمبلۍ څخه خلاصېدای شو.

 

۱-: څه چې غواړئ یو لیسټ يې تيار کړئ

سل ګونه کلونه کېږي انسانان دا کار کوي، يانې دا چې څه وکړي د دې لیسټ جوړوي، يو لیسټ جوړول کولی شي‌ زموږ په کړنو کې واقعاً تاثيرناک واقع شي، دا‌ ليسټ جوړول د دې سبب کېږي چې څه چې موږ غواړو په اسانۍ یې هېر نه کړو.

که چېرې غواړئ په ورځ کې پنځه کارونه وکړئ او د دې لیسټ جوړ کړئ، نو ستاسې مغز په اتوماتيک ډول ځان همداسې پروګرام کوي، د ټمبلۍ څخه د خلاصون لپاره د کړنو لیسټ جوړول يوه معقوله حل‌ لاره ده، کولی شئ د خپلې خوښې لیسټ جوړ کړئ.

که غواړئ که ډېر مهم شيان مو وليکئ يا د ورځې په اوږدو کې مو ګڼ کارونه ولیکئ، په هر حال کې دا لیسټ ستاسې سره دا مرسته کوي چې د وخت مدیریت وکړئ.

 

۲-: د ملګرو سره مو وخت تېر کړئ، هغوی کور ته دعوت کړئ

 

کور ته د خپلو ملګرو رابلل نه يوازې دا چې ستاسې فکر بدلوي او موجود د ټمبلۍ حواس مو درڅخه لرې کوي، بلکې کولی شي ستاسې سره د نويو خويونو په خپلولو کې هم مرسته وکړي.

مثلاً که د کار له ځای څخه مو يا که کلي يا هم د ښوونځي څخه خپل ملګري را دعوت کړئ، نو مجبور يئ پاڅئ او يو څه کور پاک‌ کړئ او پاک کاري وکړئ، کېدی شي د خوراک او څښاک لپاره هم د يو څه د تيارولو احتیاج او اړتيا حس کړئ. په دې ډول کم تر کمه يو څه حرکت به مو کړی وي.

کله چې د مطلقې بې حرکتۍ څخه بچ شئ نو ورو ورو د ټمبلۍ څخه هم خلاصېږئ.

 

۳-: کاري يا تعليمي ژوند مو يو ځل تر نظر تېر کړئ

په ژوند کې ځینې وخت کارونه زموږ د خوښې په شان نه ځي، ځينې وخت خو سم جوړ او روغ کارونه يو په يو د سختې ماتې او لار ورکۍ سره مخ کېدی شي او په موږ خپل مسير ورکولای شي، که متوجه نه شو چې ژوند مو په کومه روان دی، په څه حالت کې يو، نو خپلو اهدافو ته رسېدل مو ګران دي.

 

د خپل ژوند کنټرول مو زموږ سره دی؟ خپل ژوند ته داسې يو نظر بايد وکړو، کله چې څه وغواړو کوم یې کولی شو کوم یې نه شو کولی؟

د خپل ژوند يو ځل تر نظر تېرول د ټمبلۍ څخه د خلاصون لپاره يو موثر کړ دی، که چېرې ستونزه درک نه کړئ، نو حل کول یې ډېره لرې خبره ده، څوک چې په دې نه پوهېږي چې څه لټوي په دې هم نه پوهېږي چې څه يې پېدا کړي.

 

۴-: د ټمبلۍ څخه د خلاصون لپاره ارام هم لازم دی

 

موږ روباټان نه يو، د ټولې ورځې لپاره کار ته نه يو پروګرام شوي، که مو ځانته د اندازې او شرايطو خلاف ډېر او لوړ اهداف کېږدئ نو د ورځې په پای کې مو يو هم نه وي کړی.

د دې لپاره چې کار مو ګټور او مؤثر وي نو په معلومو يا په منظمو وختونو کې بايد يو ځل يو څه قدم ووهئ، د شخۍ باسلو حرکتونه يا تمرين او نور اراموونکي حرکتونه وکړئ.

د ژوند څخه خوند واخلئ، د يو کار د کيفيت او کميت د ‌لوړولو لومړی شرط هغه کار په مینه، خوښۍ او خندا ترسره کول دي.

 

ژباړه : منيب الرحمان رحماني