د پاکستاني پولیسو پر روزنیز مرکز ډله ییز ۱۷۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وايي، د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې  تیره شپه وسله والو د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ډله یيز برید کړی، چې په کې تراوسه لږ تر لږه ۵۹ کسان چې ډېری يې روزونکي پولیس دي، وژل شوي او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپیان دي.

چارواکي وايي، دریو بریدکوونکو د سه شنبې شپه له ځايي وخت سره سم د شپې لس بجې پر دغه روزنیز مرکز برید وکړ.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټی د برید په اړه وویل: «حمله د روزنیز مرکز د شا له لوري پیل شو، هلته یوه ساتونکي ډیر وخت پورې دغه حمله کوونکي بوخت ساتلي ول، خو کله چې هغه ووژل شو، نو برید کوونکي مرکز ته په ننوتو کې بریالي شول.»

چارواکي وايي، برید کوونکي درې تنه ول، چې درې واړه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وروسته وژل شوي دي.

د کوټې د چارواکو په وینا؛ تر برید سم لاسي وروسته د ملېشه ځواکونو او پولیسو اضافي سرتېري د پېښې ځای ته ورسېدل، چې لږ تر لږه څلور ساعت د وسله والو او امنيتي سرتېرو ترمنځ په مرکز کې دننه جګړه روانه وه.

د پولیسو یاد روزنیز مرکز د بلوچستان د کوټې په سریاب سیمه کې پروت دی، چې همدا سریاب سیمه له مودې راهیسې د کوټې په يوې تر ټولو ناامنه سیمو کې ګڼل کېږي.

باید وویل شي چې په داخل پاکستان، افغانستان او نوره نړۍ کې یو شمیر کارپوهانو او حکومتونو په وار وار پر پاکستان نیوکې کړي چې ترهګر روزي، ځای ورکوي او یو وخت به خپله په کې سوځي، خو یو شمیر بیا په دې اند دي چې داسې حملې خپله د پاکستان استخباراتي شبکې تنظیموي، تر څو له اوسني یواځې والي ځان وباسي او نړۍ ته وښيي چې د ترهګرۍ قربانی دی او باید مرسته ورسره وکړي.