د پاکستان جمهوري تحریک غړو پیښور کې د یکشنبې په ورځ د حکومت پر ضد یوه غونډه رابللې وه او پرعمران خان یې تور پورې کړ، چې پاکستان یې په اقتصادي توګه تباه کړی او باید زر تر زره استعفاء وکړي.
د دغه تحریک مشر مولانا فضل الرحمان ویليٍ، د پاکستان پوځ دې سیاست کې مداخلې نه کوي او یوازې د دغه هېواد دفاع دې وکړي.
بل پلو محمود خان اڅکزي په دغه غونډه کې ویلي، د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا ، د ای ایس ای او د ایم ای مشران دې خبري غونډه کې ووایي چې دوی د پاکستان له قانون سره سم په سیاست کې مداخلت نه کوي.
دوی همدا راز غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره دې ټولې تجارتي لارې پرانیستل شې څو د ملي عایداتو ترڅنګ خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۲۰م کال سېپټمبرمیاشتې په ۲۰ مه اسلام اباد کې د حکومت خلاف اپوزیسیون په توګه جوړ شوی.