د پاکستان حکومت یو مسلمان ته د یهودي کیدو اجازه ورکړې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه مسلمان له محکمې څخه هغه حق ترلاسه کړ، چې له امله یې دی اوس کولای شي له اسلام څخه مخ واړوي او یهودیت ومني.

دغه هلک فیصل بن خالد نومیږي او په کراچۍ کې له یوه مسلمان پلار او یهودۍ مور څخه پیدا شوی دی.

د پاکستان د اکسپرس تریبیون د راپور له مخې فیصل بن خالد تیر کال خپل د خوښې دین (یهودیت) ته د اوښتلو غوښتنه کړی و، خو اوس د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ورته رسمي جواز ورکړ، ترڅو په خپله پيژندپاڼه کې د اسلام ځای یهودیت ته ورکړي.

پاکستان یو اسلامي هیواد دی چې ډیری خلک یې مسلمانان دي او یو شمیر مسیحیان هم پکې اوسیږي.

که څه هم چې یهودان په پاکستان کې شته او د نفوسو د ثبت په اداره کې ۷۰۰ یهودي کورنۍ ثبت شوي دي، خو دوی له دې امله چې په کوچني اقلیت کې دی، له خلکو خپل هویت پټ ساتي.

بن خالد وایي له لومړي څخه یوازې په نوم مسلمان و، د اسلامي کړنو پر ځای یې د یهودیت مراسم ترسره کول.

دی اوس په کراچۍ کې د یوې پخوانۍ یهودي هدیرې د ساتنې لپاره مبارزه هم پیل کړی دی.

دی څه موده وړاندې د پاکساني او نړیوالو رسنیو پام ځان ته واړاوه او رسنیو د وروستی پاتې شوی یهودی لقب ورته ورکړ.

د پاکستان د نفوسو د ثبت د ادارې چارواکي وایي پدې وروستیو کې ډيری ورته پيښو سره مخ شوي دي.