پاکستاني پولیسو رسنیو ته ویلي، د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې نن په یوه چاودنه کې ۶ تنه وژل شوي ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
چاودنه هغه موټر ته نږدې شوې چې د یوې محلي مذهبي سیاسي ډلې مشر په کې ګډون درلود.
د دې حملې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی خو پاکستاني پولیس وايي، چې د دې پېښې په اړه یې څېړنې روانې دي.
د پاکستاني پولیسو یوه مشر عبدالبشیر رسنیو ته ویلي، چاودنه هغه وخت وشوه چې د جمعیت علمای اسلام ګوند محلي مشر، عبدالقادر د فلسطینیانو په ملاتړ په یوه لاریون کې برخې اخیستو ته روان و.
که څه هم د پولیسو یوه مرستیال مشر د ټپیانو شمېر ۵ تنه ښوولی، خو نورو چارواکو د ټپیانو شمېر ۱۴ بللی دی.