د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په اسلام اباد کې یې د افغان سفارت شارژدافیر سپیناوي ته ورغوښتی دی.
دغه وزارت ادعا کوي، چې دوه ورځې وړاندې یې په کابل کې د سفارت کارکوونکي ځورول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، پاکستان له افغان حکومته غوښتنه کوي چې د دې پېښې په اړه سپیناوی وکړي او همداراز له دې وروسته دې ته ورته پېښو د نه تکرارېدو په اړه ډاډ ورکړي.