د پاکستان د تحریک لبیک ډلې مشر ومړ

د تحریک لبیک ډلې مشر خادم حسین رضوي د ۵۴ کلونو په عمر روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
د لبېک ډلې ویاند قاري زبیر ویلي، چې د هغه د مړینې لامل نه دی معلوم؛ خو د تېرو څو ورځو راهیسې ناروغ و.