د پاکستان د درې زونونو تشکیل شوې کرکټ لوبډله کابل ته راځي

د افغانستان کرکټ بورډ په بلنه له دریو زونونو څخه تشکیل شوې د خیبر پښتونخوا ایالتي لوبډله کابل ته د سیالیو لپاره راځي.
د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، ټاکل شوې د روانې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د خیبر پښتونخوا ایالت له دریو زونونو څخه تشکیل شوې لوبډله چې د امکان تر ډیره بریده به یې د پاکستان ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی یونس خان مشري کوي کابل ته راشي او د افغانستان له ملي الف او د نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالیو کې ونډه اخیستونکې افغان لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.
د میلمه لوبډلې لوبغاړي به د خیبر پښتونخوا ایالت د دریو زونونو له لوبغاړو څخه تشکیل شوې وي چې د نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالیو کې لوبیدونکې افغان لوبډلې پر وړاندې به درې شل اوریزې سیالۍ او ورپسې به د افغان الف لوبډلې پر وړاندې ۳ یو ورځینۍ او ۲ څلور ورځینۍ سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی وایي: چې ددغو سیالیو په تنظیمولو کې مو د خیبر پښتونخوا ایالت کرکټ چارواکو او ددوی ملي لوبغاړو ته په خورا ستونزمنه توګه قناعت ورکړ.
ستانکزی وایي چې، دا د ټول افغان ولس لپاره د ویاړ ځای دی چې په لومړي ځل به بهرني نړیوال لوبغاړي په کابل کې لوبه ترسره کوي چې نه یوازې به زموږ د لوبغاړو پر چمتووالي اغیزه وکړي بلکه په افغانستان کې به د نړیوالو سیالیو په لاره اچونې او دلته د نړیوالو لوبغاړو لوبیدو په برخه کې به هم اغیزمن رول ولوبوي.
افغان کرکټ بورډ ویلي، ددغو سیالیو له تنظیمولو څخه موخې کابل کې نړیوالو سیالیو ته زمینه مساعدول او د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د افغان لوبغاړو چمتو کول دي.