‏د پاکستان د سند ايالت په نوري اباد سيمه کې په یوه بس کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې دغه پېښه تېره شپه په يو بس کې د اورلګېدنې له امله رامنځته شوې، چې په کې ۱۷ مسافر مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.