د پاکستان د پوځ یو مطبوعاتي دفتر په خپله خبر پاڼه کې ویلي، چې د دوی د سمندري ځواکونو ۴ کسان د یوې کښتۍ په حادثه کې مړه شوي دي.
د پاکستان «میرې ټایم» خبري سرچینې د راپور له مخې په دې پېښه کې د سمندري پوځیانو ۳ مړي له اوبو نه راویستل شوي او یو کس تراوسه نادرکه دی.
یاده سرچینه وایی، دغه کښتۍ د ( ایم ایس ایس ) وحدت په نوم یادېده.