د پاکستان پيپلزګوند: د کورنیو چارو وزیر ښو (افغان طالبانو) سره اړیکې لري

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو تېره ورځ د پوليسو پر روزنيز مرکز بريد کې د ټپي شويو کسانو ليدو ته تللى او له رسنيو سره په خبرو کې يې د ترهګرۍ پر ضد د مرکزي حکومت پر هڅو شک څرګند کړى.

بلاول ويلي، چې د بلوچستان خلکو درد محسوسولاى شي، ځکه چې د ده خپله مور په ترهګرۍ کې وژل شوې ده.

د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بېنظير بوټو او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري زوى او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو د يکشنبې په ورځ د کوټې په ملکي روغتون کې له هغو ۱۰ تنو پوليسو سره وليدل، چې د اکټوبر په څلورويشتمه د پوليسو پر روزنيز مرکز، ترهګریز بريد کې ټپيان شوي دي.

بلاول بوټو له ټپيانو سره تر ليدو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې هغه مهال ژړغونى شو او تر سترګو يې اوښکې راوڅڅېدې، چې د ترهګرۍ په يوه بريد کې وژل شوې خپله مور يې ياده کړه.

بلاول بوټو پر مرکزي حکومت خصوصاً پر صدراعظم نوازشريف او د کورنيو چارو پر مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان کلکې نيوکې وکړې.

بلاول د کورنيو چارو پر مرکزي وزير له ښو طالبانو يعنې له افغان طالبانو سره د ښو اړيکو تور پورې کړ.

بلاول بوټو وايي نواز شريف، عمران خان او چوهدري نثار علي خان د ترهګرو پر ضد تر خولې غږ هم نه‌شي ايستلاى.

بلاول د اوسني حکومت بهرنۍ تګ‎لاره ناکامه وبلله او پاکستان یې له افغانستان سره پر خرابو اړیکو تورن کړ.

بلاول بوټو وويل، مرکزي حکومت یې غوښتي، چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه په رښتینې ډول وکړي

دی وايي که حکومت‌ يې غوښتنې د نومبر تر اوومې نېټې ونه‌ مني، نو بيا احتمال شته چې د بېړنيو ټاکنو لپاره جمهوري احتجاج او لاريون پيل کړي.