د پاکستان سانسور بورډ د ماهره خان د فلم خپریدل ځنډولي دي

د پاکستان د سانسور بورډ د ماهره خان د فلم (ورنه) خپریدل په یو ناڅاپي ډول ځنډولي دي.

ټاکل شوې وه، چې فلم د جمعې په ورځ د نومبر په ۱۷ مه خپور شي.

د پاکستان ایکسپریس ټریبین د سانسور بورډ د یو چارواکي له قوله لیکلي، چې د فلم کیسه په زور جنسي تیری دی. کیسه داسې ده، چې د یو ایالات د والي ځوی په فلم کې ماهر تښتوي او په زور پرې جنسي تیری کوي.

دې چارواکي ویلي، چې د همدې له امله دوې ددې فلم په اړه د سانسور بورډ د اسلام اباد دفتر پریکړې ته انتظار کوي.

اسلام اباد کې د سانسور بورد یو بل چارواکي ويلي، چې د فلم په سره خبرې روانې دي او ډير ژر به يې په اړه نهايي پریکړه وشي.

د فلم ډاریکټر ټینګار کوي، چې فلم به په خپل وخت خپریږي؛ خو د سانسور بورډ چارواکي وايي، چې د فلم په اړه لا هم وروستۍ پریکړه نه ده شوې.