د پاکستان غبرګون کې د کرکټ نړیوالې شورا دهند په ګټه پریکړه وکړه.

هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د استرالیا پر وړاندې درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې د خپل پوځ څخه د ملاتړ په موخه پوځي خولۍ پر سر کړې وې، چې د پاکستان غبرګون یې راوپاروه او د کرکټ نړیوالې شورا ته یې شکایت وکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا د هند په ګټه پریکړه کړې او ویلي دي، چې له دوی څخه یې اجازه اخیستې ده.

د هند او استراليا لوبډلو ترمنځ په دريمه يو ورځنۍ سيالۍ کې د هند لوبډلې د کشمير پلوامه پېښې او د وژل شويو کورنيو ته د غمرازۍ ښودنې په تړاو فوځي خولۍ په سر کړې وې، چې د پاکستان حکومت پرې سخت غبرګون وښود او د کرېکټ نړيوالې شورا څخه يې د سختو کړنو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

د کرېکټ نړيوالې شورا د يادې پېښې په اړه پريکړه وکړه او زياته يې کړه چې د هند کرېکټ بورډ له دوی څخه د ياد کار ترسره کولو غوښتنه کړې وه چې د نړيوالې شورا لخوا اجازت ورکړل شوی و.

ددوی په وينا د هند کرېکټ بورډ دغه کار د بل څه نه بلکې د پلوامه پېښې وژل شويو کورنيو لپاره د خيرات ټولولو او هغوی سره د غمرازۍ ښودلو په پار ترسره کړی و.

له دې وړاندې د انګلستان لوبډلې مسلمان لوبغاړي معين علي د فلسطيني خلکو سره د غمرازۍ او د يووالي څرګندولو په پار د لوبې پرمهال په لاس پټۍ تړلې وه چې سیف غزه یعنې د غزې حفاظت وکړۍ پرې ليکلي شوي وو.

د لوبې پرمهال چې کله دغه پټۍ د کامرې سترګې ونېوله د کرېکټ چارواکو سمدلاسه معين علي د فلسطين خلکو سره د يو والي څرګندولو او د پټۍ لګولو څخه منع کړ.

په دغه سيالۍ کې چې د هند په رانچي کې ترسره شوه او لوبغاړو يې «فوځي خولۍ» په سر کړې وې- استراليا لوبډلې هند لوبډلې ته د ۴۲ منډو په توپير ماتې ورکړه.