عمران خان په رسمي سفر ایران ته تللی او هلته یې ددغه هېواد له ولسمشر حسن روحاني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره کتلي.
د پاکستان لومړي وزیر له ایراني چارواکو سره د خبرو پر مهال ژمنه کړې، چې د سیمې په امن او ثبات کې به پوره هڅه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا په یوه میاشت کې دوهم ځل دی، چې عمران خان له حسن روحاني سره لیدنه کوي.