د پاکستان نوم له نړيوال خړ لېست څخه لرې شو

د پیسو مینځلو د څار نړیوالې ادارې مشر ویلي چې پاکستان د نړیوال خړ لېست څخه چې د ترورېزم د تمویل په اړه د جدي څارنې ایجاب کوي، ایستل شوی دی.
د مالي عمل کاري ځواک مشر راجا کمار یوې خبري غونډې ته وویل، دا پرېکړه، چې د سویلي آسیا د بحران ځپلي هېواد شهرت لوړوي، په پاریس کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې شوې ده. یادې ادارې مخکې ویلي وو چې دوی پاکستان په خړ لېست کې ساتي، خو ویلي یې وو چې د ساحې د لیدنې وروسته د پرمختګ د تصدیق په صورت کې له دې لېست نه ایستل کېدای شي. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي له خړ لېست څخه د پاکستان وتل د دوی د پرېکنده او دوامداره هڅو پایله وه.