د پاکستان پارلمان منحل شو

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د لومړي وزیر شهباز شریف په مشوره هغه اعلامیه لاسلیک کړه، چې له مخې یې پارلمان منحل شو او له دې سره د شریف کابینه هم منحل شوه.
د یاد هېواد اساسي قانون له مخې، درېیو ورځو کې به شریف او پارلمان کې د اپوزېسیون مشر په مشوره لنډ مهال لومړی وزیر ګومارل کېږي چې د ټولټاکنو لپاره به چارې پر مخ بیايي.