لومړنیو معلوماتو له مخې چاودنه د پاړا چنار په مرکزي بازار کې رامنځته شوې ده.
د سیمې چارواکیو په وینا چاودنه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده .
د پاړا چنار یو تن چارواکي ساجد حسین ویلي دي چې دا یو ځانمرګی برید وو ځکه چې د برید نه مخکې د ډزو غږ اوریدل شوی دی .
هغه خبري رسنیو ته ویلي دي چې ځانمرګی برید د ګڼه ګوڼې په منځ کې د ښځو جامع جومات ته نږدې شوې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کې ۵ تنه مړه او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي د ټپیانو نه د ۱۵ تنو روغتیايي ډیر زیات باریکه دی. نوموړي ټپیان د پيښور روغتون ته انتقالیږي.
ځايي چارواکیو ویلي دي چې تر پیښور ۴ ساعته لار چې کیدای شي ځیني ټپیان په لاره کې ژوند د لاسه ورکړي.