شاهد خاقان عباسي د پاکستان له «ډان» ورځپاڼې سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې اوسني اقتصادي او سیاسي کړکېچ په دغه هېواد کې د پوځي کودتا واکمنۍ ته پام اړولی دی.
هغه د پاکستان له سیاسي مشرانو څخه وغوښتل چې د دغه هیواد د اوسنیو ستونزود حل لپاره خبرې اترې وکړي.