د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیسو دفتر ته څېرمه چاودنه شوې ده

د پاکستان د یوې خبری سرچینې د راپور له مخې چاودنه د پولیسو دفتر ته څېرمه په داسې حال کې شوې ده، چې پولیسو د یو شکمن کس د نیولو هڅه کوله.

ویل کیږي، چې چاودنه د بلوچستان ایالت په لورالایي کې د هغو پولیسو پر یو موټر  رامنځته شوې، چې د ګزمې په حال کې ول؛ د چاودنې په ترڅ کې یو موټر تخریب شوی دی او یو پولیس وژل شوی دی.