بلوچستان په پنجګور بازار کې د پاکستاني عسکرو پر یو موټر چاودنه شوې ده چې له امله يې پنځو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلوچستان پولیسو رسنيو ته ویلي، چې په یاده چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي. د دوی په خبره، دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د ایف سي ځواکونو موټر له سیمې څخه په ګزمه د تېرېدو په حال کې و. تر اوسه پورې د پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو وړاندې تر دې په بلوچستان کې د ورته ډېریو پېښو مسوولیت بلوڅ بیلتونپالو پر غاړه اخیستی دی.