د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته څېرمه په راولپنډۍ ښار کې په یو وسله وال برید کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د راولپنډۍ پولیسو پېښه تایید کړې ده او ویلي یې دي چې دا پېښه تېره شپه ناوخته شاوخوا ۱۲ بجې د پیر ودهایۍ په سیمه کې رامنځته شوې ده.