پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان د تر ټولو ستر ښار (کراچۍ) په اورنګي ټاوان (ښارګي) کې د امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
جګړه هغه وخت پیل شوه چې د پاکستان پوځ په دې سیمه کې د دولت د وسله والو مخالفانو د غونډېدو په اړه راپورونه ترلاسه کړل او د هغو پر وړاندې یې د عملیاتو د پیلولو پرېکړه وکړه.
د پاکستاني حکومت له برید وړاندې پرې وسله والو حمله پیل کړې.
پاکستاني پوځ د دریو تنو وسله والو د وژل کیدو خبره کړې او خپلې غاړې ته یې د مرګ ژوبلې مالومات پټ ساتلي، خو دوی د نورو مرستندویه ځواکونو ورلیږلو غوښتنه کړې ده.
باید وویل شي چې وړمه شپه په بلوچستان کې وسله والو د پولیسو په یوه روزنیز مرکز برید وکړ چې په پایله کې یې ۶۱ تنه ووژل او له ۱۰۰ ډیر یې ټپیان کړل.
د وړمې شپې برید مسوولیت داعش او پاکستاني طالبانو جلا جلا په غاړه اخیستی وو.