د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، دغه نښته تېره ورځ داسې مهال رامنځته شوې چې وسلهوالو انسان تښتونکو د یوه ځايي سوداګر زوی د بلوچستان ایالت له دېرالله یار سیمې څخه تښتولی و، چې پولیس یې پر ضد د عملیاتو د ترسره کېدو لپاره وتلي وو او ډزې پرې شوې دي چې له امله یې شپږ تنه پولیس وژل شوي او یو بل تن ټپي دی.