د پاکستان په كراچۍ كې دپولیسو په موټروسله وال بريدوشو

د پاكستان د كراچۍ په ښار کې د پوليسو د يو تن لوړپوړي چارواكي د سپرلۍ پر موټر باندې وسله وال بريد وشو.

د لومړنيو معلوماتو له مخې په بريد كې دوه تنه پوليس وژل شوي دي.

د ذوالفقار لارق په نامه يو تن چارواكي څرګنده كړه چې دا بريد د پوليسو د يو لوړپوړي چارواكي د سپرلۍ پر موټر ترسره شوى دى چې بريدګر په تېښته بريالى شوى دى.

تر اوسه دا لا نه ده معلومه چې دا چارواكى څوك دى او آيا په بريد كې ورته زيان رسېدلى دى او كه نه

د پېښې په اړه څېړنې پيل شوي دي.