د پاکستان په هنګو کې نهو پاکستاني ملېشو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان په خیبرپښتونخوا په هنګو سیمه کې د پاکستاني ملیشه ځواکونو پر پوسته برید کې نهو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه نن د هنګو په بلند خیل سیمه کې د ایف سي ځواکونو پر یوه پوسته باندې د وسله والو کسانو د برید له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه عسکر ځای پر ځای وژل شوي او اووه نور په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې په پېښه کې د ټپي شویو کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ نه دی.

د یاد برید پړه تر اوسه پورې هیڅ کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.