سه شنبه , 30 اپریل 2024

د پاکستان په پاړه چنار کې دوه چاودنو ۱۸ کسان وژلي او ۱۰۰ نور یې ټپیان کړي

 

پاکستاني رسنیو خبر ورکړي چي چاودنې د پاړه چنار په تورې مارکيټ کي شوې.

د چاودنو بر مهال خلکو د اختر لپاره په سودا رانیولو بوخت وه.

ویل کیږي لومړی يوه کوچنۍ چاودنه وشوه خو چي خلک د چاودنې په ځای کي راغونډ شول نو بيا يوه زوروره چاودنه وشوه.

د راپورونو له مخې چي په چاودنه کي اتلس تنه وژل شوي او تر سلو زيات ټپيان دي.

عيني شاهدانو ویلي چي بريد ځانمرګی و.