د پاکستان په پنجاب ايالت کې د ترافيکي پېښې له امله ۷۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د رسنيو د راپورونو له مخې، ‏د پاکستان په پنجاب ایالت کې د یوې ترافيکې پېښې له امله ۱۴ تنه مړه شوي او ۶۴ نور ټپيان دي.
ځايي پولیسو ویلي، چې په دې پېښه کې ۱۲ تنه ځای پرځای مړه شوي او دوو تنو نور په روغتون کې ساه ورکړې ده.