د پاکستان په پنجاب ايالت کې د لاريون پرمهال څلور پاکستاني پوليس وژل شوي.

تېره ورځ ‏د پاکستان پنجاب ايالت لاهور ښار کې د تحريک لبيک او امنيتي ځواکونو تر منځ اخ او ډب کې څلور پوليس وژل شوي او اويا تنه لاريونوال ټپيان شوي دي.

لاريونوال له بنده د خپل مشر سعد رضوي خوشي کېدل غواړي خو کورنيو چارو وزير شيخ رشيد بيا د حالاتو د کنترول لپاره د مليشه ځواک غوښتنه کړې.