د پاکستان په پنجاب ايالت کې يوه ۲۲ کلن ځوان اته تنه د تبر په وسيله وژلي دي

ځايي پوليسو ويلي، چې ياد ځوان ذهني وضعيت ګډوډ و او د شپې مهال يې په کروندو کې ويده اته کسان د تبرګي په ګوزارونو سره وژلي دي.
دغه پېښه تېره شپه ناوخته داسې مهال شوې چې د کلي ياد خلک په يوه کرونده کې ويده وو. ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي چې قاتل پخوا د کلي ماشومانو ته د ليک لوست زده کړې ورکولې خو وروستيو کې يې ذهني وضعيت ګډوډ شوی و او خلکو د زده کړو لپاره د خپلو بچيانو ور استول بند کړي وو.