د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د چهارشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې د یو افسر په ګډون ۳ پوځیان وژل شوي دي.
د یادې پېښې مسؤلیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلې ده. د دې ډلې ویاند محمد خراساني دعوه کوي چې له پوځ سره په نښته کې یې څو پوځیان وژلي او ګڼ یې نورټپیان کړي دي.
همداراز په د بلوچستان په ژوب سیمه کې هم په یو وسله وال برید کې ۷ عسکر وژل شوي او ۳ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
رسنۍ زیاتوي، همداراز د خېبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې هم د ماین په یوه چاودنه کې ۲ عسکر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغه بريد مسؤلیت هم تحريک طالبان پاکستان منلې وه. خو پولیسو وايي، چې یاده چاودنه د نامعلو وسله والو له لوري شوي ده.
د رسنیو د راپورونو په حواله تېره ورځ هم د بلوچستان د آواران ضلعې د ماشکې په بندکې سیمه کې هم د پوځیانو په موټر چاودنه شوې چې له امله یې ۲ عسکر وژل شوي او ۲ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.