د کراچۍ ښار د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي چې د جمعې په سهار شاوخوا لس بجې په کراچۍ ښار کې د چین په قونسلګرۍ برید وشو، چې په دغه برید کې دوه پاکستاني پولیس او درې وسله وال وژل شوي دي؛ خو د چین قونسلګرۍ مامورینو ته زیان نه دی رسېدلی.
یاد پولیس افسر ویلي چې له برید کوونکو څخه د برید په سیمه کې ځانمرګي واسکټونه او لاسي بمونه پاته شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې وسله والو برید کوونکي لومړی د دروازې په ماتولو سره قونسلګرۍ ته ننوتي او ودانۍ ته یې اور اچولی دی.
د پېښې مسؤلیت بلوچ بېلتون خوښې تنظیم په غاړه اخیستې ده.