د پاکستان د کوټې ښار د ساریاب روډ په سیمه کې د سرحدي ځواکونو په موټر چاودنه وشوه.
د سیمې د پولیسو په وینا په پیښه کې درې تنه سرحدي سرتیرو په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې چاودنه د سیمې نه د سرحدي ځواکونو د موټر د تیریدو پر مهال وشوه. چاودنه د ځای په ځای شوي بم سره شوې ده .
د پیښې نه وروسته امنیتي ځواکونه او روغتیايي پرسونل د سیمې ته راورسیدل. د پیښې ټپیان شاوخوا نږدې روغتونونو ته انتقال او د درمنلې لاندې نیول شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو بریدونو د یوې نوې څپرکې سره مخامخ دی. تیره میاشت د هیواد د سند ایالت نه نیولې تر پنجابه او خیبرپښتونخوا پورې د هیواد په یو زیات شمیر برخو کې چاودنې وشوې ؛چې سیاسیون يي د پاکستانې استخباراتي ادارې أې ایس آې کار بولي .
او زیاتوي په دې کار سره پاکستان دنړیوالو په سترګو کې یو ځل بیا شګې شیندي. او ځان دترهګرۍ تولیدونکې نه ؛بلکې قرباني ښي.