د پاکستان پوځ بیا پر کونړ راکټي بریدونه کړي

د کونړ امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت په سرحدي سیمو د پاکستان پوځیانو له لورې په وقفه یې ډول د راکټونو ویشتل دوام لري.

د چارواکو په وینا، تېرو څو ورځو کې پاکستاني پوځیانو د کونړ ولایت پر سرحدي ولسوالیو تر ۷۰۰ ډېر راکټونه ویشتي چې یوازې ۲۶ یې پرون او نن ویشتي دي.

دوی زیاته کړې، په دغو بریدونو کې چې ډیری یې پر شلتن ولسوالۍ شوي څلور تنه ټپیان او یوشمېر کورونه ویجاړ شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر افغانستان راکټي بریدونه کوي، بلکې له تېرو ۹ کلونو راهیسې پاکستاني پوځیانو په ځلونو ځلونو ورته بریدونه کړي چې تل د افغان حکومت لخوا غندل شوي دي.