د پاکستان کرکټ لوبډلمشر سرفراز د څلور لوبو د بندیز سره مخ شو

د پاکستان او سویلي افریقا کرکټ لوبډلو  ترمنځ د کرکټ په روانو  سیالیو کې د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر سرفراز احمد د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې لوبغاړي ته د لوبې په جریان کې غلط الفاظ کارولي چې د کرکټ نړیوالې شورا له اصولو له مخې به په راتلونکو څلورو لوبو کې لوبې نه کوي،کرکټ نوموړي  تیر ورځ لوبه کې هم نه او پر ځای یې شعیب ملک لوبډلمشري په غاړه لري.

د کرکټ نړیوالې شورا په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې سرفراز احمد د نژاد پالنه د قانون له سرغرغړونې په خاطر د څلور لوبو د بندیز سره مخامخ شو

سرفراز احمد د سویلي افریقا د کرکټ لوبډلې تور پوستي لوبغاړي ریسټ کومیڼ ته په نژداي خبرو د کرکټ له یاد بندیز سره مخ شو.

نوموړي د یادو خبرو وروسته له یاد لوبغاړي څخه بښنه هم غوښتنې خو بیا هم د کرکټ نړیوالې شورا د څلور لوبو بندیز پرې و لګاوه.