د پراباس او سېف علي خان نوى فلم (اديپورش) په ٤ ميليارده روپۍ جوړېږي

څو ورځې وړاندې د تيلګو او تامل فلمونو د مشهور اداکار پراباس او د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار سېف علي خان د نوي فلم (اديپورش) د جوړېدو اعلان وشو.

که څه هم تراوسه پورې د دې فلم ثبت نه دى پيل شوى، خو د دې فلم په اړه تازه خبر دا دى چې دا فلم شاوخوا ٤ ميليارده هندي کلدارو باندې جوړېږي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د دې فلم لپاره فلم جوړونکو له ٣٥٠ کروړو څخه تر ٤٠٠ کروړو روپيو پورې بوديجه ځانګړې کړې ده، چې شاوخوا ٤ ميليارده روپۍ کېږي.

سرچينې وايي، چې اوم راوت او د فلم پروديوسر بوشن کمار دا ځل غواړي چې يو ستر فلم خلکو ته وړاندې کړي. په دې فلم کې به ډېر ځانګړي ايفيکټس وکارول شي، چې تر دې مخکې په کوم هندي فلم کې نه دي کارول شوي.

 

د فلم ډايريکټر اوم راوت د دې فلم په اړه ويلي: ((ما يو کال مخکې دا فلم ليکلى او له ځان سره ساتلى و، خو اوس مې يو ځل بيا هم په دې فلم کې ډېر بدلون راوستى دى. د ګرځبندېز پر مهال مې يو ځل بيا ځينې څېړنې ترسره کړې. په اديپورش فلم کې به د تاناجي فلم په څېر ځانګړي ايفيکټس وکارول شي. د دې فلم لپاره موږ د پراباس نه غوره اداکار نه شو پېدا کولاى)).

د يادولو وړ ده چې په (اديپورش) فلم د مرکزي اتل کردار پراباس لوبوي، همدا راز سېف علي خان به بيا په دې فلم کې د ويلن يا بدمعاش کردار ولوبوي.

د دې فلم د ثبت پيل به په ٢٠٢١ کال کې پيل شي، دا فلم به په هندي او تيلګو ژبو کې جوړ شي، همدا راز له هغه وروسته به په ځينو نورو ژبو کې هم دوبله شي او په ٢٠٢٢ کال کې به نندارې ته وړاندې شي.

کاپي هنرستان…