د پرمختللي مدير بنسټيز صفتونه

ليکوال: مولانا شیخ نعمان

ژباړه: فياض حميد

د ادارې پر مخ وړلو لپاره د مسؤلو شخصيتونو او مديرانو له ځانګړتياوو څخه يوه مهمه ځانګړنه رهبري ده. اداره جوړونه، د ادارې اهداف ترلاسه کونه، ددې موخو ترلاسه کولو لپاره پلان جوړونې وروسته يو ستونزمن کار د دغه پلانونو پلي کول دي. دغه پړاو پرته له يو پياوړي مدير درلودلو څخه نه ترلاسه کېږي. ددې لامل دادی چې د موخو ټاکل يوه فکري او نظري خبره ده، که څه هم د لوړې درجې مديريت د موخو په ټاکلو کې له  سلاکارانو څخه کار واخيست، دموخو ترلاسه کولو لپاره يې پلانونه هم جوړ کړل، خو له کارکوونکو څخه د کار اخيستلو وار رانغی.

که تاسو د خپلې دندې د زور پر مټ دکار تر سره کولو کوښښ وکړ او کارکوونکو هم تر خپلې وسې کار وکړ، بيا هم هغه موخې نه ترلاسه کېږي، د کومو چې فکر کوئ. خو ددې برعکس که تاسو يو رهبر ياست او په کارکوونکو مو د شخصيت يو تاثير وي، هغوی د زړه له کومې ستا قدر کوي، ستا د خبرې منلو لپاره اماده وي او کار وکړي،  نو په دې حالت کې پلانونه په پورته ډول پلي کېږي چې د مثبتې پايلې تمه ترې کېدای شي. نو ويلای شو چې د يوې ادارې پرمختګ موخو ته په بريالۍ توګه رسېدلو کې پوښل شوی دی.

د بېلګې په ډول، لوړ رطبه مديرت پلان جوړ کړ چې راتلونکی کال به په پلورنه کې ۲۰ سلنه ډېروالی راولي. د دې لپاره يې د بازار موندنې څانګې ته هم پلان ورکړ چې دوی شخصي پلورنه او يو څه اعلانات (advertising) هم کوي. د نورې پلورنې لپاره يې د بازار موندنې څانګې يو مدير ته مسؤليت ورکړ چې د مثال په توګه دوی سره د لس (۱۰) کسانو ګروپ دی او غواړي د خپلې شخصي پلورنې لپاره يې وکاروي. اوس که په همدغه مدير کې د رهبرۍ وړتيا وي نو خپلو لاندې کارکوونکو کې به دا جذبه راپيدا کوي چې په ډېر زيار سره کار وکړي، چې ټاکل شوې موخه، په ټاکلي وخت ترلاسه کړي، که نه همدا ګروپ به وي، وخت به پوره شوی وي او موخې به له ترلاسه کولو ډېرې وړاندې پاتې وي. کارکوونکي به دا دعوه کوي چې ډېر زيار يې باسلی او مدير به هم د موخې نه ترلاسه کولو لپاره بهاني تراشي. په داسې وخت کې د يوې ادارې موخې او اهداف څنګه ترلاسه کېدای شي؟  لهذا د موخو او پلانونو ترلاسه کول او سرته رسول هغه وخت شوني دي چې کله په يو مدير کې د ((رهبرۍ وړتيا)) په لوړه کچه موجوده وي.

راځئ! موږ ګورو چې په يو رهبر کې کومې کومې ځانګړتياوې پرتې وي چې د هغې په مرسته يو تن، پياوړی رهبر جوړېدای شي.

د رهبر ځانګړتياوې:

۱.  جذبه لرونکی: ((passionate))

د رهبر لومړۍ ځانګړنه داده چې هغه تل په خپل کار کې جذبه لرونکی وي، د خپل کار سره دومره اخلاصمند وي چې د پوره ځواک سره، په جذبه لرونکې بڼه د موخو ترلاسه کولو لپاره سرګردان وي. له دې څخه کارکوونکي هم متأثره کېږي. دا خبره زموږ د ورځني ژوند ژوندۍ بېلګه ده چې؛ که مدير خپله د رسمي وخت څخه لس (۱۰) دقيقې مخکې دندې ته راځي او لس (۱۰) دقيقې وروسته ځي نو هرو مرو پر کارکوونکو يې هم اغېز پرېوځي او خپل ټول وخت کار ته ورکوي. بل اړخ که مدير خپله په خپل کار کې مينه او جذبه ونه لري او د دندې تر بريده خپل کار ترسره کړي نو مثبت اثر به يې پر کارکوونکو لا څه چې خپل کار او مديريت به يې هم تر پوښتنې لاندې راشي. له دې امله رهبر هغه څوک کېدلای شي چې په خپل کار کې مينه او جذبه ولري، د زړه له کومې کار وکړي او خپل ټول ځواک او قوت وکاروي.

۲.  پراخ نظر درلودونکی: (( دور انديش Visionary))

د رهبر دويمه ځانګړنه داده چې پراخ ليدونکی يا پراخ نظر درلودونکی وي، په نوموړي کې دا وړتيا وي چې د ستونزو بېخ پورې ځان ورسوي، د خپلو پرېکړو تر لرې پايلو درک وکړای شي او د کارکونکو په ځينې حرکتونو پوه د دوی غوښتنې درک کړي. څنګه چې د ادارې پراخولو لپاره د ځای اړتيا وي نو په رهبر هم بايد په دې پوه وي چې د ادارې پراخولو لپاره څه اړين دي چې امله يې په راتلونکي کې د ګټې کچه هم لوړه شي، ورځني لګښتونه مو د امکان تر بريده راکم شي، د ادارې په ګټور انساني ځواک کې هم ډېروالی راشي، همدا ډول د ادارې لپاره د خلکو او توکو لاسته راوړلو او د هغې پايله سنجول هم يو پياوړی رهبر کوي. دا صفتونه او وړتياوې تر څه کچې د خدای ورکړه ده خو په دې کې ډېروالی د ډول ډول علمونو او زيار کښلو پر بنسټ راتلای شي.

۳. نوښتګر ذهن (Creative)

په اردو ژبه کې يو متل دی وايي: ((لکیر کا فقیر (( يانې ((د ګاډۍ اس)) چې پر يو مسير روان وي. نو يو رهبر هېڅکله هم تر کرښې محدودېدلای نه شي. رهبر خپله کرښه ويستونکی وي، چې پر کومه کرښه خپل کارکوونکي بيايي، د يو رهبر فکر او اند نوښتونه کوي، نوي نوي شيان جوړوي، خو هغه مدير په کوم کې چې د رهبرۍ وړتيا نه وي هغه فقط پر اصولو عمل کوي، خپله پرې هم ځي او کارکووني پرې هم بيايي. د يو نوي شي په اړه فکر کول او هغې ته د حقيقت جامه وراغوستل د يو رهبر ځانګړتيا ده. د بېلګې په ډول؛ د توليداتو لپاره يوه طريقه ځانګړې شوې وي، خو يو رهبر هر وخت دا فکر کوي چې دا طريقه څومره ګټوره يا څومره بې ګټې ده؟ ایا دا نوره هم ګټوره جوړېدلای شي؟ نو هرو مرو يې په ذهن کې يو نوی فکر زيږېږي او خپل کارکوونکي پر همدغه طريقه چلوي او کار ترې اخلي. همدا شان دا يو تخليقي  ځانګړنه ده چې رهبر يې په خپلو همزولو کې پيدا کوي.

۴. تغيرېدونکی، تغير موندونکی (Flexible)

دا خبره موږ په خپلو ادارو کې د مديرانو په اړه د يو صفت په ډول کوو، چې هغه ډېر قانون او اصول خوښوونکی او سخت دريزه دی، په حقيقت کې دا سختي او له حده ډېره اصول خوښونه ددې پر مديرت دلالت کولای شي خو دا ډول مدير هېڅکله يو رهبر نه شي جوړېدای، ځکه يو رهبر بايد تغيرېدونکی اووسي، يو رهبر د خپلو کارکوونکو په زړونو حکومت کوي. د کارکوونکو حالات، رويه او اړتياوې ډول ډول وي، چې له دې امله يو رهبر بايد په ځان کې تغير راوړونکی اووسي. کله له اصولو سرغړونه هم اړينه وي. د بېلګې په ډول؛ د يو کارکوونکي پلار په حق رسېږي، د اصولو اوقانون له مخې دې ته د ادارې په لايحه کې يوه ورځ رخصتي اجازه وي، خو دا کارکوونکی له يوې لويې کورنۍ څخه دی او د فاتحې لپاره ډېر  خلک د دوی کور ته راځي، بل هېڅوک نه شته چې فاتحه واخلي، کارکوونکی دا ټولې ستونزې راوړي او د مدير مخ ته يې ږدي، خو مدير صيب يې سخت پر اصولو ولاړ شخص دی، هېڅکله ورته هم له يوې رخصتۍ څخه ډېره رخصتي نه ورکوي. خوکه ددې مدير پر ځای رهبر وای، نو دغې کارکوونکی ته به څو ورځې اضافه رخصتي ورکړي. رهبر يې بل اړخ ګوري او وايي چې کارکوونکی به يې وروسته له رخصتۍ څخه له دې او ادارې ډېر خوښ وي او د رخصتيو کار به په خوښۍ په راتلونکو ورځو کې د زړه له تله ترسره کړي.

۵. اغېزمن: (موثر inspiring)

موږ په خپل ورځيني ژوند کې هر کله دا خبره کوو چې زه له فلاني شخص څخه متاثره شوی يم. د بېلګې په ډول: زه د خپل اجرايوي رييس څخه متاثره يم. نو د خپل اغېز لاندې راوستونکی شخص يو رښتونی رهبر دی، دا اغېز د مختلفو لارو څخه کېدلای شي. که تاسو يو رهبر ياست نو څرنګه چې تاسو هر سهار خپل کاري دفتر ته له ټولو مخکې راځئ او له ټولو وروسته ځئ، ستاسو دا عمل د څو کالو راهيسې په همدغې بڼه دوام لري، د ذرې په کچه فرق پکې هم نه راځي، نو کره خبره ده چې ستاسو کارکوونکي به له تاسو متاثره کېږي.که چېرې ستاسو کارکوونکي په کومه ستونزه کې راګېرېږي او تاسو يې په څو شېبو کې ستونزې ورحل کړئ نو بې له شکه ستاسو کارکوونکي به ستاسو تر اغېز لاندې راځي. ستاسو د اغېز لاندې د کارکوونکو راتلل دا ګټه لري چې همېش له له تاسو سره پاتې وي، د زړه له کومې به درسره کار کوي او په زړه کې به يې ستاسو لپاره يو خاص ځای وي.

۶. کشف کوونکی: (Innovative) :

د کار تر سره کولو څو لارې چارې وي، يو کار له بېلابېلو لارو ترسره کېدلای شي. دا ډول د توکو د رانيوونکي اړتياوې هم له  بېلابېلو لارو څخه پوره کېدلای شي. يو ښه رهبر يا مدير هغه وي څوک چې نوې نوې نظريې راپيدا کوي، تل په دې فکر کې وي چې د  دې کار د ترسره کولو لپاره به کومه تر ټولو ګټوره لاره وي چې ترسره شي. په توليد کې نور کوم تغيرات راولي چې د مشتري په نظر کې نور هم ښه مالوم شي؟ او تر څنګ يې اداره هم ګټه ترلاسه کړي، همدا ډول په کارونو کې وار په وار تغيرات راوستلو سره کارکوونکي هم د مدير د اغېز لاندې راځي، چې ددې په مرسته کارکوونکي د مدير هرې خبرې منلو ته چمتو وي.

۷.تشويقوونکی (courageous):

که ما نن يو ډېر ښه کار وکړ، نو زما مشر که پلار، ښوونکي يا مدير ماته ددې په بدل کې فقط ډېر ښه او افرين ووايي نو څه به وشي؟ زه به نه يواځې دا چې دا کار خپل عادت وګرځوم، بلکې د خپل پلار، ښوونکي يا مدير سره به ډېر مخلص هم اووسېږم او د دوی په اړه به زما په زړه او مغز کې يو ښه انځور جوړ شي. که يو رهبر خپل کارکوونکي تشويقوي، نو ددې په مرسته کارکوونکي د مدير سره ډېر اخلاص ښايي او چې کله ورته کوم کار سپارل کېږي نو د زړه له کومې او اخلاص سره هغه کار سر ته رسوي.

  1. انځوروونکی: (Imaginative)

د انځوروونکي مانا دلته، د انځور جوړونه نه ، بلکې په عامه لهجه کې ورته ((خيالي پلو)) وايو. خو دا خيالي پلاو د پرېکړې کولو په وخت کې د پرېکړې د پايلو په اړه، د هرې پروژې د شروع کولو څخه د مخه د پروژې واقعي او وروستۍ پايلې په اړه، د ادارې راتلونکي په اړه خيالي پلاوي ده. د رهبر يوه ځانګړنه دا هم ده چې هغه خيالي پلاو جوړوي خو دا خيالي پلاو د رښتيني پلاو کېدو لپاره يوه کېږدۍ وي، نو نوموړی ددې صفت له مخې هم رهبر جوړېږي او د خلکو پر زړونو حکومت کوي.

۹- تجربه لرونکی: (Experimental)

د تجربې پر مټ خو نوی ساينس تر دې ځايه رسېدلی. کله چې هم يو خيال او فکر تجربه نه کړای شي، نو هغه وخت پورې هغه خيال او فکر په حقيقت نه شي بدلېدلای، يو ښه رهبر هر څه نه يوازې په فکر او خيال کې کوي بلکې په هغې کې دا ځواک او حوصله وي چې خپل فکرونه تجربه کړي او پر حقيقت يې بدل کړي،  ددې خاصيت په درلودلو سره د رهبر اغېزه په نورو کارکوونکو لوړېږي.

۱۰- تغير راوستونکی (initiate Changes):

په دې نړۍ کې او  دې کې چې هر څه شتون لري تغير راتلل د الله تعالی د حکمتونو پايله ده، په دې کې د موجوداتو ښکلا او ژوند پروت دی، دا ډول په ادارو کې هغه څوک رهبر او مشر ټاکل کېږي چې هغوی د تغيراتو خوښوونکي او راوستونکي وي، پر يو ځای ودرېدل، د انسان شخصيت جوړونې مرګ دی. ددې تغيراتو په اصولو لاس کې نيولو سره رهبر خپله هم او خپل کارکونکي هم له ځانه سره د پرمختګ پر لور وړي، کوم خلک چې له تغيراتو وېرېږي، هغوی هېڅکله هم يو رهبر نه شي جوړېدای. که له دوی سره کوم مقام وي يا نه وي، خو خلک د دوی تر شاه وي او د دوی خبره مني. د خپلو کارونو په ښه ډول ترسره کولو لپاره  په يو مدير کې د رهبر صفتونو شتون ډېر اړين دی.  که کوم مدير کې د يو رهبر ځانګړتياوې نه وي نو د هغې کارکوونکو کار ډېر ژر پر زوال راځي. دا ډول د يو مدير يا سوداګر لپاره د يو رهبر ځانګړتياوې خپلول بې حده ډېر اړين دي.

دا صفتونونه او ځانګړتياوې ځينې وختونه خدای له مخکې انسان ته ورکړي وي، خو کله د لږ زيار ويستلو وروسته راپيدا کېږي، ددې لپاره دوامداره کوښښ کول په کار وي.