د پروژې مدیریت او د پروژې نور مهم اصطلاحات او اړخونه

د حمیدالله هوتک ژباړه او زیاتونه

پروژه د فعالیتونو یوه مجموعه ده چې په یو منظم چوکاټ کې ځای پر ځای شوی وی .

پروژې د بشپړو تعریف شویو موخو لرونکی وی او ځانګړیو محصولاتو او خدمتونو ته لاس رسی پیدا کوی.

اکثره سازمانونه او ادارې خپل غټ فعالیتونه د پروژو په چوکاټ کې سرته رسوی.

د پروژې مدیر د پروژې یو کلیدی وګړی دی او د پروژې په بریالیتوب او یا ناکامۍ کې تر ټولو ډېر اغېز لری. د پروژې پورې تړلیو بحثونو څخه د پروژې د مدیر معلومات کولای شی د پروژې له بریالیتوب سره غټه مرسته وکړی.

د پروژې د مدیریت تاریخچه

د پروژې مدیریت د کار په مختلفو ډګرون ودانۍ جوړونې، انجنیری، دفاعی، اجتماعی او اقتصادی (زمینو کې پراختیا کړې ده. د امریکا اوسیدونکی هنری ګانت (Henry Gant)د پروژې د مدیریت پلار ګڼل کیږی، نوموړې همداراز د پلان جوړونې او د کنټرول د چلندونو د پلار په نوم هم پېژندل کیږی.

د ۱۹۵۰ لسیزه د نویو پروژو د مدیریت د پیل په عنوان پېژندل شوې ده .د ۱۹۵۰ په لومړیو کې به په امریکا کې پروژې د ګانت چارټ پر بنسټ اداره کېدې. په ۱۹۶۹ کې د پروژې د مدیریت د لا پرمختیا په موخه د پروژې د مدیریت انسټېټیوټ جوړ شو چې تر دې دمه خپل پرمختیایی مزل وهی.

د پروژې تعریفونه

پروژه د مشخص محصول، پایلې او خدمت د لاسته راوړلو په خاطر له یو لړ موقتی کوښښونو او هڅو څخه عبارت ده.

مشخص: هره پروژه مشخص محصول، پایلې او خدمات وړاندې کوی.

موقتی: لنډ مهال ته نه ویل کیږی بلکه د موقتی معنا دا ده چی د هرې پروژی د پیل او پای موده معیینه ده.

د پروژې ځانګړتیاوې:

مشخصه موخه لری.

د ژوند دوران لری (له پېله تر پایه(

معینه موده لری، په داسې ډول چې په واضحه توګه تعریف شوې وی.

د لګښتونو او خرڅ لپاره محدودیتونه او قیودات لری.

پروژه پېچلې ده او همغږۍ ته اړتیا لری.

پروژه له نورو پلې شویو پروژو سره متقابل ارتباط لری.

هره پروژه ځانګړی عناصر لری، او هیڅ دوه پروژې په یوه وخت کې سره ورته نه وی.

د پروژو تمرکز د هدف وړ ګروپونو )ټولنو( پر غوښتنو او توقعاتو وی.

د پروژې مدیریت:

د پروژې مدیریت د پروژې د غوښتنو د پوره کولو په خاطر د پوهو، مهارتونو، وسایلو، تخنیکونو او پراخو فعالیتونو د عملی کولو څخه عبارت دی.

پروګرام:

پروګرام عبارت دی له یو ډله پروژو څخه چی یو له بل سره تړلی وی او په هماهنګو روشونو سره یې اداره کوی، ترڅو منافع (ګټی) حاصل شی او د همدی لپاره د هغوی په انفرادی توګه کنترولول مشکل دی، نو باید په سم او دقیق ډول کنترول شی. ممکنه ده چی یوه پروژه د پروګرام برخه وی او یا نه وی، خو ټول پروګرامونه پروژی لری.

د پروګرام مدیریت:

د پروګرام مدیریت منحیث د متمرکز او هماهنګ مدیریت پیژندل شوی دی، ترڅو د پروګرام ستراتیژیک اهداف او منافع ترلاسه کړی.

د پروګرام مدیریت خپله ټوله پاملرنه د پروژې پر متقابل تړاو متمرکز کوی. او د سمې ادارې په خاطر د مطلوبو روشونو له لارې هغوی سره مرسته کوی.

د منابعو د محدویتونو پرسر هغه جوړ جنجال ته د حل لاره موندل چې کولای شی هغه پروژې متاثرې کړی چې د یو سیستم لاندی کار کوی.

د سازمان دستراتیژی رهبری کول چې کولای شی د پروګرام او پروژې اهداف متاثره کړی.

د مسایلو لپاره د حل لاره موندل او د دولتی مشترکه جوړښت په منځ کې د بدلونونو اداره کول.

په پروژه کې شامل لوری (خواوی)

په پروژه کی لوری یا خواووی د هغو وګړو (خلکو) څخه عبارت دی چې په پروژه او یا د هغې په فعالیتونو کې برخه، ګټه او یا علاقه مندی ولری. په پروژه کې شامل لوری په لاندې توګه دی:

ګټه اخیستونکی

پیریدونکی) مشتریان(

حمایت کوونکی

د پروژې ټیم (غړی)

د پروژې مدیریت ستونزې:

  • د پروژې پېچلتیا
  • د اخیستونکی )مشتری (د وړاندیز مشخصات
  • سازمانی بدلونونه
  • د پروژې خطرونه
  • د ټېکنالوژۍ بدلونونه
  • د پروژې پلان او بودیجه جوړونه

د پروژې مدیر باید لاندې ځانګړتیاوې ولری:

  • خطر (تهدید) منونکی وی.
  • د پروژې پر موضوعاتو پوه وی.
  • د مدیریتی مباحثو سره بلدتیا ولری.
  • له سیاسی او ټولنیزو مسایلو څخه خبر وی.
  • د اړونده پروژې په اړه تخصصی پوهه ولری.

د پروژې د ژوند دوران: