د پریا پرکاش خوب رښتیا شو

په ځلونو به مو اورېدلي وي چې پریا پرکاش خپلې ټولې هیلې یوازې په دې پورې تړلې وې چې یوه ورځ له رنویر سنګ سره یو ځای ګډ کار وکړي.

خو ښکاري چې د هغې دا خوب رښتیا شو. هندي رسنۍ لیکي، پریا به له رنویر سره په سمبا فلم کې یو ځای را ښکاره شي.

دا فلم د روهیت شیټي په مدیریت جوړېږي او پریا پرکاش ته هم پکې ځای ورکړل شوی دی.

که څه هم په دې فلم کې د پریا رول ډېر کم دی، مګر هغه به پکې د یوې ستورې په شکل را ښکاره شي.

په دې فلم کې عالیه بټ، شاهد کپور، جهانوي کپور او ساره علي خان هم رول مخ ته وړي، خو د فلم د کیسې په اړه تر اوسه مالومات نه دي خپاره شوي.

سرخط ورځپاڼه