د پریټي زنټا د خوشحالۍ وجه څه ده؟

د بالي ووډ فلمونو مشهورې اداکارې پریټي زنټا له خوا تېر کال د ګرځبندېز پر مهال چې کوم بوټي کرلي و، اوس یې مېوې او سبزۍ کړي دي.

پریټي زنټا د ټولنیزو رسنیو په مشهور ویبسایټ ټویټر کې یوه ویډیو خپره کړې ده، چې پکې په خپل کور کې د بوټو څخه مېوې راشکوي او ډېره خوشحاله لیدل کېږي.

پریټي زنټا په خپل ټویټ کې وايي، چې زه خپله خوشحالي نه شم بیانولی، تېر کال د ګرځبندېز پر مهال ما او زما مور په کور کې د یو شمېر مېوو او ترکارۍ بوټي وکرل، چې اوس ټولو مېوه کړې ده.

پریټي زنټا په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې سټرابري یا ځمکني توتان راشکوي او په مخ یې خوشحالي هم ډېره لیدل کېږي، چې د خپلې خوارۍ مېوه ترلاسه کوي.

د یادولو وړ ده چې پریټي زنټا هم د کورونا ویروس په ناروغۍ اخته شوې وه، همدا راز د هغې مور او د کورنۍ ځینې نور غړي هم اخته شوي و چې وروسته بیا ورغېدل.

کاپي…