د پـکتیا د سیدکـرم ولسوالـۍ امنیه قوماندان ووژل شو

د یاد ولایت امنيه قومانداني وايي، چې د دغه ولايت د سيد کرم ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په بمي چاودنه کې له خپل يوه ساتونکي سره وژل شوی دی.

ویل کیږي، دغه چاودنه تېره شپه شاوخوا لس بجې د قوماندان څارمن همايون همت پر موټر هغه مهال شوې چې د دې ولسوالۍ اړوند د پنده خېلو په سيمه کې د طالبانو تر بريد لاندې يوې امنيتي پوستې ته د مرستې لپاره ور روان و.

همدا راز د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وایي، پر پوستې په شوي بريد کې پوليسو ته تلفات اوښتي دي.

نوموړي زیاته کړې، د چاودنې او وسله وال بريد له امله د قوماندان همايون همت ترڅنګ درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

تاج محمد منګل زياته کړه چې همايون همت د دغه ولايت له پټان ولسوالۍ څخه سيدکرم ولسوالۍ ته تبديل شوی وی او پرون يې د ولسوالۍ پوليسو او نورو حکومتي مامورينو ته د معرفت مراسمو هم نيول شوي وو.

تر اوسه د دغه قوماندان د وژلو مسؤليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.