کابل کې په دولتي ادارو کې د پنجشنبې ورځ د رخصتۍ د لغوه کېدو خبر ورکړل شوی دی، چې راتلونکي لمریز کال سره به تطبیق شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي ویلي، د وزیرانو شورا د دې رخصتۍ د لغوې طرحه برابره کړه او د تصویب لپاره کابینې ته استول شوې ده.
حکومت دا طرحه تایید کړې ده او ویل کېږي چې د راتلونکی لمریز کال په پیل کې به عملاً لغوه شي.
کابل کې د جمعې ورځې د رخصتۍ تر څنګ نږدې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۹ل کال د حامد کرزي په واکمنۍ کې پنجشنبه هم رخصت اعلان شوه.
د وخت حکومت یې علت د کابل ښار د ګڼ ګوڼې او خرابې هوا د مخنیوي هڅه بللې وه.