سه شنبه , 30 اپریل 2024

د «په» او «پر» استعمال

اجمل جنت

ډېر ځله زه ګورم چې ډېر لیکوال او خبریالان د «په او پر» سربلونو په کارونه کې ښویېږي، (په)، (پر)، (له) او (د) سربلونه سره ګډوي، چې ځینې وخت د غونډلې (جملې) مانا ورسره په بشپړه توګه اوړي.

پښتو ژبه بېلابېل سربلونه او اوستربلونه لري، چې هر سربل خپل اوستربل لري، ان داسې چې یو سربل څو اوستربلونه هم رانغاړي.
سربلونه هغه چې تر نوم دمخه راځي، لکه؛ په، پر، له، تر او…

اوستربلونه بیا تر نوم وروسته راځي، لکه؛ کې، پورې، سره، پسې، څخه، ځنې او…
لکه:
په کور کې یم!
دلته (په) سربل، (کور) نوم، (کې) اوستربل او (یم) کړ/فعل دی.
خو زه دلته یوازې پر (په) او (پر) سربل لنډ بحث کوم.

د (په) سربل یوه دنده وسیله یا اله ده، هغه وخت چې (سره) وستربل ورسره راشي؛ خو (سره) وستربل غورځېدا شي، دا چې (سره) وستربل نه کارو؛ نو لیکوال/خبریال ته بویه، چې د (په) له (پر) سره تفکیک وکړي.
مخکې مې وویل، چې د (په) سربل یوه دنده وسیله ده؛ خو (پر) یو باندنی/پورتنی (استعلایي) سربل دی، چې دوه اوستربلونه( باندې او سربېره) لري، داسې چې (باندې) غورځېدای هم شي، (پر) د انګلسي د (on) پښتو انډول دی.
(په) څنګه وسیله ده؟

که ووایم:
په قلم لیکل کوم.

مطلب دا دی، چې په پنسل، کړکي/کڼکي او… یې نه لیکم (توسط قلم می نویسم).
خو که ووایم:
پر قلم لیکل کوم.
مطلب دا دی، چې د قلم اړوند او یا د قلم د پاسه یو څه کښم (بالای قلم).
یا:
که ووایم:
په پښتو ژبه لیکل کوم!
یعنې د لیکلو ژبه مې پښتو ده (توسط/به زبان پشتو چیزی را می نویسم).
پر پښتو لیکل کوم!

دلته د لیکلو ژبه مطرح نه ده، چې انګلیسي، اردو، فارسي، پښتو او یا کومه بله یوه ده (بالای پښتو).

دلته مطلب د پښتو ژبې په اړه غږېدل دي، چې پښتو څنګه ژبه ده؟ ښه، بده؟ د کومو ژبې له کورنۍ څخه ده؟ او داسې نور…

یو وخت د خورشید تلویزیون پر موټر برید شوی و، ډېرو خبریالانو لیکلي و، چې ”د خورشید تلویزیون په موټر برید شوی دی“.

د دې غونډلې مانا دا ده، چې برید همدوی (خورشید تلویزیون) په خپله کړی دی، چې سمه بڼه یې داسې ده:

د خورشید تلوېزیون پر موټر برید شوی.

دې ته ورته نورې ډېرې تېروتنې له لیکوالو/رسنوالو کېږي، هیله ده ورته توجو وکړي.

بله دا چې د (پر) سربل یو اوستربل (سربېره) دی، چې زیات وخت پکې لیکوال تېروځي او د (پر) سربل پرځای (د) (له، چې منشایي سربل دی) او یا (په) لیکي.

(په) سربل خپل اوستربلونه (کې، پسې، پورې او…) لري، چې لۀ هر اوستربل سره بېله مانا ښيي، (سربېره) د (په)، (له) او (د) اوستربل نه دی؛ بلکې یوازې د (پر) اوستربل دی.

همدا ډول د (د) مهمه دنده د اضافي غونډ/ترکیب جوړول دي، هغه وخت چې (مضعاف الیه) او (مضعاف) ورڅخه وروسته راشي، لکه:
د افغانستان خلک!

دلته د خلکو نسبت افغانستان ته د (د) په مټ وشو (یعنې هغه خلک چې په دې جغرافیه کې ژوند کوي)، افغانستان (مضعاف الیه) او خلک (مضعاف)
دی.

نو (سربېره) د (د) سربل، اوستربل هم نه دی؛ ځکه چې (د) ځانته خپل ډېر اوستربلونه (لپاره، غوندې او…) لري.
لاندې بېلګې ته ځیر شئ!

ناکره:
په روژه کې په خوراک سربېره څښاک هم ناروا دی.
په روژه کې د خوراک سربېره څښاک هم ناروا دی.

کره:
په روژه کې پر خوراک سربېره څښاک هم ناروا دی.
البته ځینې لیکوال (سربېره)، چې وستربل دی، مخکې راوړي او (په)، چې سربل دی، وروسته کاروي یعنې پورته بېلګه داسې لیکي:
احمد سربېره پر هوښیارتیا ښکلی هم دی.

(له) سربل هم خپل (سره، څخه، وروسته، پرته، راهیسې او…) اوستربلونه لري، چې ځینې یې د (تر) اوستربلونه هم دي؛ خو (سربېره) د (تر/له) اوستربل نه دی.
البته (له) سربل او (سره سره) اوستربل د (پر) سربل او (سربېره) اوستربل هممانیز کېدلای شي، خو چې یو د بل پر ځای ونه کارول شي، بېلګې:

کره:
پر ناروغتیا سربېره کار ته لاړم.
له ناروغتیا سره سره کار ته لاړم.

ناکره:
پر ناروغتیا سره سره کار ته لاړم.
له ناروغتیا سربېره کار ته لاړم.

ناکره بېلګې ناانډولي ده، چې باید ونه شي.
همدارنګه (په) د (ضرب) او (پر) د (تقسیم) په مانا هم کارېدلای شي، مثلا:
مطالعه مې یو په دوه ډېره کړې ده، یعنې که یو ساعت وه، دوه شوې ده.
مطالعه مې یو پر دوه کمه کړې ده، یعنې که یو ساعت وه، نیم ساعت شوه.
پایله دا شوه، چې (په) سربل (کې، سره، پسې، پورې او…) اوستربله لري، چې له هر یو سره بېله بېله مانا څرګندوي، داسې چې (سره) اوستربل غورځېدای هم شي.
(په) له (کې) اوستربل سره ظرفیت جوړوي، چې یو هم نه شي غورځېدلای (البته پۀ ځینو ګړدودونو/لهجو کې ’په‘ او یا ’کې‘ غورځېږي)، لکه:

کره:
په کور کې یم.
ناکره:
په کور یم.
کور کې یم.
(په) له (سره) اوستربل سره (وسیله/اله) ده، لکه:
په کاشوغې سره وریجې خورم.
که (سره) وغورځوو بیا به داسې لیکو:
په کاشوغه وریجې خورم.

ځکه له (سره) اوستربل سره اوښتونکی نوم اوړي/کاشوغه اوښتونکی نوم دی.

همدارنګه (سره) د (له) سربل اوستربل هم دی، چې د ملګرتیا مانا لري، لکه:

له تا سره تر کوره پورې ځم!

(په) له (پسې او پورې) اوستربلونه سره تړاو او پیوستون ښيي، لکه:
په زړه پورې، په تا پورې، په تا پسې، په ما پسې او…
(پر) باندنی سربل دی، چې دوه اوستربله (باندې او سربېره) ورسره کارېدای شي؛ خو د (باندې) اوستربل د غورځېدو جواز شته.
(سربېره) اوستربل ته (په)، (له) او (د) سربل کارول ناسم انډول دی.
په دې هیله چې لیکوال په لیکنو کې او خبریالان په راپورونه کې دې باریکیو ته غور وکړي، تر څو مانیزه تېروتنه رامنځته نه شي.